د خوست ولايت د ګربزو ولسوالي اړوند د يوه کانال اساسي جوړونې په هکله د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۱:۹
1

د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئيس مولوي عبدالقيوم ثابت د اېف، اې، او مؤسسې له مسؤولينو سره د ګربزو ولسوالي اړوند د کوټۍ په سيمه کې د يوه کانال د اساسي جوړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ښاغلي ثابت د نوموړې مؤسسې هڅې وستايلې او د يادې پروژې په تړاو يې هغوی ته د پوره همکاري ډاډ ورکړ.

همدارنګه مولوي عبدلقيوم ثابت د خوست ولايت د تڼيو ولسوالي له يو شمېر مشرانو سره هم وکتل.

په دغې ليدنه کې د تڼيو ولسوالي مشرانو په دغې سيمه کې د پروژو د غوره پرمخ وړلو په هکله خپل نظرونه د خوست ولايت د اوبو او انرژي له رئيس سره شريک کړل او څرګنده یې کړه، چې اسلامي امارت تل د ولسونو ستونزې په وخت سره حل کوي او په هره برخه کې پرمختګ رامنځته شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د نږدې ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۱ هـ ل

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د شاوخوا ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب – میمنې فرعي سیندیزې حوزې له لورې پیل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶  هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu