د خوست ولایت د والي د ولایتي شورا غړو او مشرانو سره لیدنه
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، ښاغلي انجینر خان محمد تکل د خوست د والي محترم صدیق پتمن د ولایتي شورا غړو او د یاد ولایت يو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه وکړه او په خوست ولایت کې یې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په پراختیايی پروژو په اړه خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې په خوست ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په پراختيايی پروژو په ځانګړي ډول د چکډمونو ، ګبیوني تحکیماتو او ذخیروي بندونو د پروژو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي تکل د خوست ولایت والي او مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ډير ژر به د چکډمونو د سروې په موخه يو تخنیکي ټيم سیمې ته ولېږل شي او په یاد ولایت کې به د پراختيايی پروژو پلي کولو ته پاملرنه کيږي.
