د خوست ولایت قومي مشرانو ته د هغوی ستونزو ته د رسیدګي په موخه ډاډ ورکړ شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۵:۲۵
1

د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت د خوست ولایت د تڼیو ولسوالي له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د نوموړې ولسوالي قومي مشرانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره شریک کړل.

په ورته مهال، د نوموړې حوزې رئيس له هغوی سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې مونږ ته د امیر المومنین حفظه الله له لوري لارښوونه شوې، چې د فرضي کرښې سره نږدې ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu