د دشت قلعه لاندنې پنج سیندیزې حوزې رئيس د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالي د عرب کاکل سیمې له پروژې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۱ - ۱۲:۱۷
1

 د دشت قلعه لاندنې پنج سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي انجنیر عبدالواحد رجب او ورسره مل د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو د دفتر مسؤلینو او د آغاخان د دفتر مسؤلینو د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالي د عرب کاکل سمیې تر کار لاندې پروژې څخه لیدنه وکړه.

د دشت قلعه لاندنې پنج سیندیزې حوزې رئیس د یادې پروژې څخه د لیدنې پر مهال مسؤلینو ته د پروژې پر چټکتیا او کیفیت باندې ټینګار وکړ.

د یادې پروژې په پشپړیدو سره به نږدې ۱۰۰ هکتاره ویجاړې شوې ځمکې بېرته احیا او د عرب کاکل سیمه به د پنج سیند له خطره وژغورل شي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې چارې د آغاخان د دفتر په مالي لګښت پرمخ وړل کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu