د ذهین امیر برېښنا رسولو خدمتونو شرکت ته د اوبو او انرژي وزارت له لوري د برېښنا  انرژي د تولید او وېش جوازلیک ورکړل شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۳:۵۲
1

دغه جواز لیک د برېښنا انرژي چوپړتیاوو د قانوني وړاندې کولو، د معیاري کودونو او سټندردونو د پلي کولو او د دغه وزارت له لوري د  منظور شوې تعرفې د رعایتولو په موخه د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا حقوقي مارکیټ رئيس محترم الحاج محمد حارث زرمتي له لوري د نوموړي شرکت مسؤل ته وسپارل شو.

د وزارت د برېښنا حقوقي مارکیټ رئيس د دغه جوازلیک د ورکولو پرمهال د نوموړي شرکت مسؤلین خلکو ته د رښتینې چوپړتیاوو وړاندې کولو ته وهڅول.

د یادونې وړ ده، چې له دغه جوازلیک سره سم د ذهین امیر برېښنا رسولو د خدمتونو شرکت کولای شي،  د کابل ښار په پنځمه ناحیه ( افشار سیمه) کې د ۲۵۰ کیلو واټه په وړتیا د برېښنا انرژي تولید او وېش په برخه کې فعالیت وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu