د زابل ولایت د توري بند د پروژې چارې ۸۸ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۱۰:۳۱
1

د توري بند پروژه د اوبو او انرژي وزارت د تر کار لاندې پروژو څخه یوه مهمه پروژه ده، چې اوسمهال په سیمه کې ودانیزې چارې یې په ښه توګه پرمخ وړل کېږي او کابو ۸۸ سلنه پرمخ تللې دي.

توري بند د ۲۵ مترو په لوړوالي سره د ۲.۹ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا او د 100 کیلو واټه برېښنا د تولید وړتیا لري، د دغې پروژې په پلي کېدو سره به ۶۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي چې په زابل ولایت کې به زرګونه کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu