د زرمت ولسوالۍ د استوګنې په سیمه کې له اوبو څخه د ګټه اخيستو درې نوې ټولنې رامنځته شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۹ - ۱۱:۲۳
۱

له قومي مشرانو سره د غونډې په ترڅ کې د زرمت ولسوالۍ د استوګنې په سیمه کې د شاه، منځ او کوزې ويالې لپاره د اوبو څخه د ګټه اخيستو درې بېلا بېلې ټولنې رامنځته شوې.

په دې اړه په ياده سيمه کې جوړې شوې غونډې ته د پکتيا سينديزي فرعي حوزې رياست د ټولنو د ثبت عمومي مدير حضرت خان پيوند د ټولنو پر ټولنيز او اقتصادي ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې.

نوموړي قومي مشرانو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د يادو ټولنو رامنځته کولو موخه له دولت سره د ولسونو په ګډه د اوبو غوره مديريت دی.

د قومي مشرانو په استازيتوب ښاغلي بشير احمد خبرې وکړې د ياد رياست تېرې کړنې او دوامداره هڅې يې وستایلې، هغه وویل، "زموږ د سيمې ويالې چې، پخوا مو راته سروې کړي دي او اوس يې ټولنې راته جوړوى دا مو ځانګړې پاملرنه دى."

نوموړي د خپل قوم غوښتنې او ستونزې د رياست له استازي سره شریکې کړې.

د ناستې په پاى کې ښاغلي پيوند د دوى غوښتنې او ستونزې پر ځاى وبللې، هغوى سره يې ژمنه وکړه، چې تر مسؤلو چارواکو به يې ورسوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu