د سترو پروژو د قراردادونو د څېړنې د رهبري په ناسته کې د ۱۲ پروژو قراردادونه وڅېړل شول

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۱۷:۴
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د ټولګټو وزارت د معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح، د کلیو بیارغونې معین محترم شراف الدین مسلم، د چارو ملي ادارې د تدارکاتو معین محترم شیخ عبدالرحیم رحیمي، د ملي پراختیا شرکت مرستیال او د اوبو او انرژي وزارت او اړوندو وزارتونو د یو شمېر رئيسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، په تخار ولایت کې د نمک آب پروژې مسیر د سمون، له ترینکوټ څخه د کندهار تر شاه ولیکوټ ولسوالي پورې د ۲۴ کیلومترو په اوږدوالي سره د سړک جوړولو پروژې، د کابل پولي تخنیک پوهنتون د چاپیریال او اوبو د سرچینو د پوهنځي د تدریسي وداني د جوړولو پروژې، په نیمروز  ولایت کی د ترک او خشک کانال جوړولو پروژې، د حامد کرزي د هوايي ډګر د دیوال جوړولو پروژې، د کابل سیند د استحکاماتو او پاکولو د لومړي او دوهم لاټ پروژې، د افغانستان د صکوکو مطبعې د جوړولو پروژې، د تاج بیګ ماڼۍ د بیارغونې پروژې، د کابل ښار د اوبو د مدیریت پروژې، په فراه ولایت کې د اوبو بند جوړولو او د نوي کانال د کېندلو پروژې او د مزاري د غونډو د تالار د لومړي فاز د ودانۍ جوړولو پروژې قراردادونه وڅېړل شول.

د سترو قراردادونو د څېړنې پلاوی به د یادو پروژو تر هر اړخیزې او بشپړې څېړنې وروسته، د خپلو څېړنو پایلې د وړاندیزونو او شونو حل لارو چارو سره یوځای د یوه بشپړ راپور په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت له اقتصادي کمیسیون سره شریک کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu