د سترو پروژو د څېړنې پلاوي د رهبري په ناسته کې د ۴ پروژو قراردادونه وڅېړل شول
دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشرې لاندې د ټولګټو وزارت د تخنیکي معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح، د چارو ادارې د ملي تدارکاتو معین محترم شیخ عبدالرحیم رحیمي او د اوبو او انرژي وزارت او د کلیو پراختیا وزارت د یو شمېر رئيسانو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، په خوست ولایت کې د ۱۲ کیلو مټره سړک د اسفالټ، په دایکندي ولایت کې د سوختوک بند، د افغانستان برېښنا شرکت د اړتیا وړ ودانیزو او برېښنايي تجهیزاتو چمتوکولو او د چاریکار، ګلبهار او جبل السراج ۵۰۴ او د مزار شریف ۵۰۲ توزیعي شبکو د احیا او پراختیا پروژو د قراردادونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او په اړه یې اړین تصمیمونه ونیول شول.
د یادنې وړ ده، چې یاد پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له لوري ټاکل شوی، ترڅو ټول ستر قراردادونه تر څېړنې او مطالعې لاندې ونیسي او په پای کې د خپلې څېړنې پایلې په یوه بشپړ راپور کې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.
