د سلما بند د اوبو خوشې کولو په موخه د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې غونډه ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۸:۵۷
1

دغه غونډه د هریرود- مرغاب د عمومي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا تر مشري لاندې د لاندني هریرود- مرغاب د فرعي سیندیزې حوزې د رئيس محترم مولوي عزیزي او د کهسان، غوریان، زنده جان، ګذرې، انجیل، پښتون زرغون او چشت شریف د ولسوالیو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د سلما بند د اوبو د خوشې کولو په موخه بحث او د اندونو تبادله وشوه او د پلان تر چمتو کولو وروسته اړین تصمیمونه ونیول شول.

User account menu