د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه ترسره شوه
د هریرود – مرغاب عمومي سیندیزې حوزې مسؤلینو د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وکړه او کروندګرو ته یې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د سلما بند اوبه د روان لمریز کال د غويي میاشتې په ۵ نېټه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې دي.
