د سلما بند د کښته لاس ولسوالیو د اوبه ېیز وضعیت د څیړلو په موخه  یوه  ناسته د د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۹ - ۱۱:۵۴
1

دا ناسته د هریرود مرغاب سیندیزې عمومي حوزې رئیس ښاغلي ملا عبدالسلام مستوفي آغا، د لاندنې هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي سردار ولي مزمل، د یادې ادارې تخنیکي انجنیرانو او د سلما بند دکښته لاس اته ولسوالیو د استازو په ګډون ترسره شو.

غونډه د قرآنکریم دڅو آیتونو پّ لوستلو پيل شوه، وروسته د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې رئیس د غونډې د موخې په هکله چې د سلما بند څخه د خوشي کړای شوي اوبو غوره مدیریت وو، خبرې و کړې.

وروسته، د کښته ولسوالیو ټولو استازو هر یوه په خپل وار سره خبرې و کړې او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې وړاندې کړل.

په دغه ناسته کې، د سلما بند د خوشي کړای شوي اوبو د عادلانه وېش په موخه پرېکړه وشوه چې تخنیکي ناسته د تخنیکي ټیمونو په شتون کې چې د هریرود مرغاب سیندیزې عمومي حوزې، د لاندنې هریرود سیندیزې فرعي حوزې او د سلما بند د کښته لاس اته ولسوالیو څخه جوړه شوې ده تر سره شي؛ ترڅو سلما بند کې د موجوده اوبو په لیدلو او د کښته لاس د ځکمو د اړتیاوو په معلومولو سره، لازمې پرېکړې د سلما بند د اوبو د خوشي کولو په هکله ونیول شي.

د هریرود په مسیر کې د ولسوالیو د استازو د د ستونزو تر آوریدلو وروسته، پرېکړه وشوه چې د سه شنبې ورځې په ۱۲بجو د کښته لاس درې ولسوالیو( چشت شریف، پښتون زرغون، اوبه) د خپلو کانالونو دروازې د پنځه ورځو لپاره وتړي او د دې مودې وروسته دې د خپلو کانالونو دروازې خلاصې کړې. همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د اوبو د مسیر په جریان کې هيڅ خنډ واقع نشي او د ګذرې او انجیل ولسوالې دې خپل کانالونه ۷۵ سلنه اوبه کړې؛ترڅو پاتې اوبه د زنده جان او غوریان ولسوالیو لپاره په نظر کې ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu