د سلما بند څخه د خوشی شو یواوبو د ښه او عادلانه ویش په موخه د اتو ولسوالیو له استازو سره ناسته ترسره شوه.
د سلما بند څخه د ازادو شویو اوبو د لا ښه او عادلانه ویش په موخه د هریرود مرغاب سیندیزی حوزې د عمومي ریاست په مقر کې د بند د کښته لاس د اتو ولسوالیو د استازو په حضور کې غونډه جوړه شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رییس ښاغلي ملا عبدالسلام "مستوفی اغا" د غونډې د موخې په اړه خبرې وکړې. نوموړي د پنځو لوړ لاس د ولسواليو (چشت شريف، اوبې، پښتون زرغون، ګذرې او انجيل) له خلکو مننه وکړه، چې د تېرې غونډې د پرېکړې له مخې يې د پنځو شپو او رځو لپاره د خپلو کانالونو اوبه بندې کړې؛ تر څو چې د سلما بند څخه اخوشې شوې وبه د سلما بند درې ښکته ولسوالیو (زنده جان، غوریان او کهسان) ته ورسیږي. په ۸ ولسوالیو کې د سلما بند له ټولو ګټه اخیستونکو وغوښتل شول، چې د اوبو په کارولو کې د عدالت اصول مراعات کړي، تر څو ټول کروندګر وکولای شي خپلې ځمکې د امکان تر حده خړوبه کړي.
د ټولو ولسوالیو اوسېدونکو د اوبو له عادلانه وېش څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د سلما بند د ټولو کاروونکو ترمنځ د ورورګلوۍ او ورورولۍ د دوام غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې په پنځو ولسوالیو کې به د سلما بند کار بیا پیلوي او د سیند اوبه به په نیمه ډول د ۵۰ سلنې په وړتیا سره خپلو کانالونو ته رسوي.
مراسم په دعایې سره پای ته ورسیدل.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د سلما بند د عادلانه وېش د کمېسيون د پرېکړې له مخې، د ١٤٠١ کال له لومړيو ورځو راهيسې د بند د کښته لاس په ٨ لويو ولسواليو کې د کرنيزو ځمکو د خړوبولو او د غنمو د کرلو لپاره د اوبو د وېش لړۍ پيل شوې او د ګډو هڅو په پايله کې د ټولو شریکانو له خوا تر اوسه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو پروسه بریالۍ شوې ده.
