د شمال د سیندیزې حوزي عمومي رئیس د سمنګان ولایت دسیندیزي حوزي له فعالیتونو څخه له نږدې څارنه وکړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۵ - ۱۰:۳۸
1

د شمال سیندیزي حوزي عمومي رئیس مولوی عبدالحکیم حاجی حکمت د یادې حوزي له تخنیکي ټیم سره یوځای د سمنګان دسیندیزي حوزي فعالیتونه له نږدې وڅیړل. ښاغلي حاجي حکمت د خپل کاري سفر په ترڅ کې د سمنګان ولایت له والی مولوی عبدالرحمان کندوزي سره وکتل او په بیلابیلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د سمنګان ولایت د اوبو د مدیریت د ښه والي په اړه یې ورسره خبرې وکړې. د شمال د سیندیزي حوزي عمومي رئیس د سمنګان د سیندیزي حوزي په ریاست کې د سیاسی او اداری مشرانو، انجمنونو او د خلکو د شوراګانو له رئیسانو سره وکتل او د خلکو وړاندیزونه او ستونزي یې له نږدې وکتلې. په دې ناسته کې د شمال سیندیزي حوزي عمومي رئیس د ترسره شوو پروژو د کار په اړه راپور ورکړ، چې د ۱۸.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ساحلونو د دیوالونود ټینګښت او د کانالونو د بیارغونې په برخه کې ۱۱ پروژې شاملې دي. د ۲۸.۷ میلیونه افغانیو په ارزشت د ۶ سربندونو د جوړولو او د ۲.۴ میلیونه افغانیو په ارزشت د ساتنې او مراقبت پروژه په دغه ولایت کي له خلکو سره شریکه شوه. یادوني وړ ده چې د اوبو او انرژۍ وزارت په پلان کې د ټول ټال ۴۳۳ میلیونه افغانیو به ارزښت ۴۷ بیړنۍ پروژې او ۸۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۶ پرمختیایي پروژې ترکار لاندې دي چې په راتلونکي کې به عملي شي. د سمنګان د فرعی حوزي رئیس مولوی محمد عمر انس او په دغه ولایت کې د اوبو لګوني د اتحادیې یو شمیر رئیسانو،میرآبانو او د شمال زون عمومي رئیس او ورسره ملګري پلاوي ته ښه راغلاست ووایه. دوی د کیلي د اوبو بند د جوړیدو، د سربند کاریز پروژې د بشپړیدو او په دغه ولایت کې د سیندیزي حوزي د ساحلي دیوالونو د ټینګښت پروژو د تطبیق په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu