د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي، د بلخ ولایت سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په لړ کې د بلخ ولایت سیندیزې فرعي حوزې د غونډو په تالار کې د یاد ریاست کارکوونکو، انجمنونومسؤلینو او له اوبو څخه یو شمیر ګټه اخستونکو په ګډون ناسته ترسره شوه چې د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رئیس ښاغلي موسٰی جان حقبین لخوا راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د بلخ سیندیزې حوزې کاري راپور وړاندې شو.
ورپسې د شمال عمومي سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د اوبو او انرژي وزارت د پروژو او پروګرامونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه د ۱۴۰۰ هـ ش کال په جریان کې د بارانونو اوبو ذخیره کولو، سیلابونو د تخریب مخنیوي او ځمکې لاندې اوبو د تقویې په موخه د ۶.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې تکمیل شوی دي.
همدا شان ښاغلي مولوی حکمت وویل چې د ۱۴۰۱ کال په کاري پلان کې د انساني قوې په واسطه تطبیق کیدونکې د ۳۷۸ میلیون افغانیو په ارزښت ۳۹ عاجلې پروژې او د ۶۹ میلیون افغانیو په ارزښت ۹عادي پروژې شاملې دي.
د اوبو او انرژي وزارت
