د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ دجوزجان ولایت سیندیزې فرعي حوزې د بررسۍ په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۷ - ۱۴:۵۰
1

د دې سفر په لړ کې لمړی د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس مولوی عبدالحکیم حاجی حکمت د جوزجان والی ښاغلي ملا محمد شعیب سره ولیدل او په یاد ولایت کې د اوبو او بریښنا ریاست د ۱۴۰۰ کال د پروژو او پلانونو د تطبیق په اړه یې ورسره معلومات شریک کړل.

ښاغلي حاجي حکمت زیاته کړه چې به یاد ولایت کې د واورې، باران اوبو زیرمه کولو او ځمکې لاندې اوبو د تقویې په موخه د چکډیم درې پروژې، د سیندونو او کانالونو د تحکیم لپاره ۷ پروژې، د پاملرنې او ساتنې په برخه کې یوه پروژه او د هچه قلعه په نوم د اوبو د ویش سربند له کلیدی پروژو څخه شمیرل کیږی.

همدا راز ښاغلي حکمت زیاته کړه چې د عاجلو پروژو په برخه کې د انساني ځواک څخه په استفاده ۵۷ او د ۱۴۰۱ کال لپاره ۷ پروژې د ۷۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت په کاري پلان کې په نظر کې نیول شوي دي.

د لیدنې په دوام د جوزجان ولایت ښاغلي والی یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو وروسته د اوبو او انرژي وزارت او شمال سیندیزې  عمومي حوزې له رهبرۍ مننه وکړه او د پروژو  د تطبیق  او هر اړخیزه همکاریو ژمنه یې وکړه ښاغلی والی د اوبو کمښت په برخه کې د خوشتپې ملی پروژه مهمه یاده کړه.

یاد پلاوې د خپل سفر په لړ کړې د جوزجان ولایت سیندیزې فرعي حوزې په ریاست کې د یاد ریاست د رئیس ښاغلي ملا سعد الله سلمي، کارکوونکو، انجمونو مشرانو د اوبو میراب باشیانو او شمیر بزګرانو سره ناسته ترسره کړه چې په ناسته کې د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ کلونو تطبیق شویو او پلان شویو پروژو په اړه مفصل معلومات وړاندې شول چې د ګډونوالو لخوا یې استقبال وشو.

یاد پلاوې د ذکر شوې حوزې پروژې  او کړنې وارزولې او مسؤلینو او انجنیرانو ته ئې د ښه تطبیق په اړه لازمې لارښوونې وکړي. د یادونې وړ ده چې یاد پلاوی به دشمال سیندیزې عمومي حوزې ټولو فرعي حوزو څخه لیدنه ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu