د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس سمنګان ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۱۵:۵۸
1

د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او ورسره مل تخنیکي ټیم د سمنګان ولایت د ذخیروې بندونو او د اوبو رسولو شبکو د ستونزو د څیړلو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

د سمنګان ولایت د ولسوالیو او قومونو استازو د خلم ایبک سیندیزې فرعي حوزې له لوري په یوه ترتیب شوې غونډه کې د څښاک اوبو د کمښت او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د شمال سیندیزې حوزې له عمومي رئیس سره شریک کړل.

په یاده غونډه کې ښاغلي حاجي حکمت د سمنګان ولایت د ولسوالیو او قومونو لهٔ استازو سره د اوبو د کمښت د ستونزې د حل په برخه کې د هر راز همکاري  ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ټول خپل سري واټرپمپونه باید راټول شي.

همدارنګه ښاغلي حاجي حکمت د سمنګان ولایت له والي ښاغلي عبدالاحد فضلي سره وکتل او په یاد ولایت کې یې د اوبو د کمښت د ستونزو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu