د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس د بلخ ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل
د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د بلخ ولایت د چمتال ولسوالي د جوی شیر وطنی کلي له یو شمېر مشرانو سره وکتل.
په یاده لیدنه کې، یادو مشرانو خپلې ستونزې د شمال سیندیزې عمومي حوزې له رئيس شریکي کړې.
د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس د یادې ولسوالي له مشرانو سره د دوی د ستونزو د هوارولو په برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
