د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس په سعودي عربستان کې د مېشتو افغان سوداګرو له استازي سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۳:۳۳
1

د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د خپل کار په دفتر کې په سعودي عربستان کې  د مېشتو افغان سوداګرو له استازي ښاغلي ابومحمد سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، په سعودي عربستان کې د مېشتو افغان سوداګرو استازي د شمال سیندیزې عمومي حوزې له رئيس سره په یاده سیندیزه حوزه کې د اوبو د ذخیروي بندونو د جوړولو او د انرژي د تولید په پروژو کې د همکاري ژمنه وکړه.

د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس په سعودي عربستان کې د مېشتو  افغان سوداګرو له استازي سره په لیدنه کې وویل چې اوس په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده او له هغه سره يې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۸
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې د حشر له لارې د سیمې د ځمکوالو او کروندګرو له لورې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په همغږي سره پيل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس له یو شمېر قومي مشرانو سره د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې د غوره پلي کولو په موخه وکتل

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د مرکز، ګردیز له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې د غوره پلي کولو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

د هېواد په درې شمالي ولایتونو کې د برېښنا رسولو درې پروژو چارې د نږدې څلور میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوې

د برېښنا رسولو دغو پروژو پرانیست غونډه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د اوبو معین محترم مجیب. . .

بیرته تګ

User account menu