د شمال عمومي سیندیزې حوزې او د هغې تر چتر لاندې فرعي سیندیزو حوزو یو شمېر کارمندانو ته د وړتیا لوړلو ورکشاپ په لار واچول شو
دغه ورکشاپ د شمال د عمومي سیندیزې حوزې د رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی او د بلخ، جوزجان، فاریاب او سرپل فرعي سیندیزو حوزو د یو شمېر انجنیرانو په شتون کې پيل شو.
په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو ته د اوبو او انرژي وزارت د مسؤلینو له لوري د اوبو ګټې اخیستونکو ته د اوبو تخصیص د څرنګوالي د ټاکلو او د بېلابېلو سکتورونو د اوبو د لګښت د معلومولو لپاره د میټرونو د نصب د پروسې په هکله اړین معلومات وړاندې کېږي.