د شمال په عمومي حوزوي ریاست او د بلخ د اوبو او انرژي ریاست کې د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې په هکله د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۶:۰
۱

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معينيت، د پایدارې انرژي عمومي رياست – د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې رياست تخنيکى ټيم هر یو انجنیر منصورالرحمن عبدالحی، انجنیر محمد فردین هاشمي، انجنیر صفي الله مشواڼي او انجنیر اسماالله مجدي د شمال عمومي حوزوي ریاست او د بلخ د اوبو او انرژي ریاست څخه لیدنه وکړه.

د دغې لېدنې پرمهال، نوموړي تخنیکي ټیم د شمال عمومي حوزوي ریاست او د بلخ د  اوبو او انرژي ریاست کارمندانو ته د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې په هکله د عامه پوهاوي برنامه ترسره، او همدارنګه د نوموړي ریاست د تعمیر پر بام باندې د لمريزې برېښنا انرژي او د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې د امکان سنجي مطالعاتو سروې او ارزونه هم ترسره کړه.

‎‎په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د شمال عمومي حوزوي ریاست او د بلخ د اوبو او انرژي ریاست له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

‎همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې ریاست کارمند انجنیر محمد فردین هاشمي، د انرژي اغېزمنتیا متخصص د پرزینټېشن په وړاندې کولو سره په بشپړه توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګلارو اړوند معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

‎د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون 20/9/1445 نېټې 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت له خوا مخکې له دې په څو وزارتونو او امارتي اداراتو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu