د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې نوی ټاکل شوې رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۰:۰
1

د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال له خوا د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د خوست ولایت مقام د دفتر رئيس محترم قاري رحمت الله او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې همکارانو ته ور وپېژندل شو.

د شمل- خرم  سیندیزې فرعی حوزې نوي رئيس په رښتینولۍ سره د چارو د پرمخ وړلو ژمنه وکړه.

ښاغلي ثابت پر افغانستان باندې د آمریکایانو د یرغل پر وخت د پکتیا ولایت د ولایتي کمیسیون د  غړي په توګه او له فتحې وروسته، د پکتیا ولایت د امنیه قومانداني د پلان او اوپراسیون د عمومي مدیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د یونیسف له مشر او د واش برخې له مشرې سره د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د مدیریت په هکله خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر، محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، په خپل کاري دفتر کې د یونیسف له مشر محترم ډاکټر تاج‌الدین او د واش برخې له مشرې آغلې فرای تونهما سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵
Background image

کندهار ولایت کې د برغني چکډم پروژه د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په تخته‌پل ولسوالي کې د برغني چکډم پروژه د ۲ میلیونه ۱۵۴ زره او ۱۰۱ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړی چکډم د شاخوا ۴.۵ متره لوړوالي په درلودلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۲
Background image

غزني ولایت کې د سردې بند د ښي لاس عمومي کانال د بیارغونې او پاکاري چارې پيل شوې

د غزني ولایت په بنګي، مزدور کلا، سلطان باغ، رحیم خېلو او زاړه ښار په کلیو کې د سردې بند د ښي لاس عمومي کانال د بیارغونې او  پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې پيل شوې.

د نوموړي کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu