د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې  رئيس د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا د حقوقي مارکیټ له رئيس سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۵:۱۸
1

د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې  رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا انرژي د حقوقي مارکیټ له رئيس محترم محمد حارث زرمتي او ورسره مل ټیم سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د برېښنا حقوقي مارکیټ رئيس فاریاب ولایت ته د خپل او ورسره مل ټیم د سفر موخه په دغه ولایت کې د دولتي او خصوصي شرکتونو د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د برېښنا انرژي د دوامداره تنظیم  او د کمیت او کیفیت د تضمین ارزونه وبلله .

په ورته مهال، د نوموړې سیندیزې حوزې رئيس په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا د حقوقي مارکیټ رئيس او ورسره مل ټیم ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دوی د کاري موخو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu