د شیرین تګاب میمنې سیندیزې فرعي حوزې په انګړ کې مثمر او غیرمثمر نیالګي کینول شول

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۰:۹
1

د شیرین تګاب میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم الحاج مولوي محی الدین مبارز او ورسره مل یو شمیر کارمندانو د نوموړې حوزې په انګړ کې د نیالګیو کینولو د فرهنګ دودولو، د هوا ککړتیا راټیتولو او د چاپیریال د ښکلا په موخه یو شمیر مثمر او غیر مثمر نیالګي کینول.

د یادې حوزې رئیس وویل، چې موږ ټول مسئولیت لرو، چې د اسلام ستر پیغمبر(ص) د ارشاداتو پر بنسټ د چاپیریال د ښکلا لپاره په خپله ټولنه کې د نیالګیو کینولو فرهنګ دود کړو.

تازه خبرونه

بیرته تګ

User account menu