د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې د برېښنا انرژي د سپما په هکله د پوهاوي ورکولو برنامه ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۵:۱۴
1

د اوبو او انرژي وزارت له لوري د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې د برېښنا انرژي د سپما په هکله د پوهاوي ورکولو برنامه، د یاد وزارت د کارمندانو په ګډون ترسره شوه.

د انرژي تحفظ آمر انجنیر فضل الرحیم سلطاني او د انرژي د مثمریت آمر انجنیر احمد ضیا فیروز د انرژي د سپما د ارزښت او د انرژي د سپما د لارو چارو په هکله ګډونوالو ته د یو پرزنتیشن په ترڅ کې معلومات وړاندې کړل او ددغه برنامې د ترسره کولو موخه یې د برېښنا انرژي د سپما او د انرژي څخه غوره او موثره ګټې اخیستنې ته د وده ورکولو په هکله پوهاوی ورکول وبالهٔ.

د یادونې وړ ده، چې دغه ډول برنامې د اوبو او انرژي وزارت له لوري په بېلابېلو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکې کې به هم دوام ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu