د غزني ولایت بند سردې پروژې اړوند د چپ عمومي کانال (۴۴) څلور څلویښت زره جریبه ځمکه تثبیت شوه!

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۱:۵
1

د غزني ولایت د بند سردې پروژې چې شاوخوا (۷۶) شپږاویا زره جریبه زراعتي ځمکي لري د یاد مقدار ځمکو څخه زیاتره ئي د سیمي د اوسیدونکو لخوا په غیر قانوني شکل غصب شوي وې، د غصب شویو ځمکو د تثبیت لپاره د غزني ولایت مقام د غزني  ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست د رئيس مولوي محمدشفیق "منصورعمر" تر مشري لاندې ګډ هیئت تعین کړ، چي د ولایت مقام نمائنده، د کور او ښار جوړولو ریاست نمائنده, د ارآضی آمریت نمائنده, د عدليي ریاست نمائنده, د اندړو ولسوالي مخکینی ولسوال او محترم مولوي غلام رسول " انس "د ګیرو ولسوالي ولسوال شتون درلود.

د تثبیت نوموړې پروسه د یوې میاشتي په موده کې سرته ورسیده، د نوموړې سیمو خلکو ته د اسنادو مطابق قناعت ورکړل شو، او دوی ته ډاډ ورکړل شو، چې په قانوني طور باندي به د دولتي قانوني اصولو سره سم اولویت د سیمې خلکو ته ورکول کیږي چې په نوموړو سیمو کې خپل زراعت په ښه توګه پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu