د غزني ولایت د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې د څه باندې   ۱۰۹  یو سل او نهه میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت پرانیستل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۴۶
1

دغه پروژه نن شنبه د ۱۴۰۴ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۴ نیټه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د غزني والي محترم مولوي عبدالصمد جاوید، سلاکارانو، رئيسانو، قومي مشرانو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغو مراسمو کې د سلطان بند ارزښت د اوبو د مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخه کې حیاتي وباله.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ، چې له نیکه مرغه د اسلامي امارت په هڅو سره په هېواد کې شرعي نظام، امنیت، اقتصادې پراختیا، قومي یووالی او د یو بل منلو فضا را منځته شوې، له همدې کبله خلک هم مسؤلیت لري، چې له دغه نظام څخه په اخلاص، اطاعت او وفاداري سره ملاتړ وکړي.

په ورته مهال، د غزني والي په دغو مراسمو کې د اوبو او انرژي وزارت کړنې وستایلې او د سلطان بند پروژه یې د اوبو د مدیریت په برخه کې یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه وبلله.

له بلې خوا، د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم په دغو مراسمو کې وویل، د خوښي ځای دی چې د افغانستان خلک هره ورځ د امن په فضا کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ټولګټو پروژو د پرانیستې شاهدان دي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه پروژه کې د بند لوړوالی د دوه نیمو مترو په اندازې سره، د بند تر ګواښ لاندې سیمو د بیارغونې او ټینګښت، د پاورهاوس جوړونه، د اوبو وتلو پایپونو بیارغونه، د دروازو بیارغونه، د پرچاوو بیارغونه، د چک او کنټرول په موخه پر بند باندې د سانسورونو نصبول ، د بند پر محور باندې د لمریزو ګروپونو نصبول او د ساتونکو د ودانۍ جوړونه شامله ده، چې د یوه کال په موده کې به بشپړه شي.

د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د بند لوړوالی له ۳۵ متره څخه ۳۷ اعشاریه ۵ متره او د ذخیرې وړتیا به یې له ۹ میلیون متره مکعب اوبو څخه ۱۳ میلیون متره مکعب اوبو ته لوړه شي، چې په ټوله کې به کابو ۱۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د نږدې ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۱ هـ ل

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د شاوخوا ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب – میمنې فرعي سیندیزې حوزې له لورې پیل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶  هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu