د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د یاد ولایت له مسؤلینو سره خپلې یو کلنې لاسته راوړنې او کړنې شریکې کړلې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۱۲:۳
1

د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د ادارو د راپور ورکولو په لړ کې خپلې یو کلنې لاسته راوړنې او کړنې د یاد ولایت له مسؤلینو سره شریکې کړلې.

د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن د خپلې ادارې د مخینې د وړاندې کولو ترڅنګ، خپلې یو کلنې لاسته راوړنې او کړنې تشریح کړې.

د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس وویل: پروان ولایت له پنځو سیندونو پنجشیر، غوربند، شتل او د سنجد آب د درې له اوبو څخه ګټه اخلي، چې یاده اداره  هر کال د اوبو له سرچینو څخه د ډادمنې ګټې اخیستنې په موخه ، د پروان ولایت د اوسیدونکو لپاره د څښاک، کورنیو، کرنیزو او صنعتي اوبو د برابرولو په برخه کې په سیمه کې د ۳۸۲۲۵ هکتاره ځمکه برابروي.

هغه زیاته کړه: په ۱۴۰۰ کال کې دې ریاست د خلکو په فعالې ونډې سره د اوبو ۱۰۶ کانالونه د څه باندې ۱۸۰ زره متریک ټنه رسوبې موادو څخه پاکه کړه.

د پروان ولایت د والي مرستیال ښاغلي مفتي محمد ادریس انوري د یادې ادارې له هڅو اوکړنو څخه خوښۍ څرګنده کړه او د ښې حکومتولۍ او غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یې  خپل نظر له هغوی سره شریک کړ.

د والي مرستیال د غوربند سیدیزې فرعي حوزې مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې اوبه په سمه توګه کنترول کړي، او هغه بلولونه چې په خپل سرې ډول د پروان د پروژې په مسیر کې جوړې شوې دي، وتړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu