د غور ولایت د پورتني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس د یاد ولایت سویل لویدیځ شپږو ولسوالیو ته سفر وکړ

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۲:۲۸
1

د غور ولایت د پورتني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم الحاج ملا رحمت الله اماني د یاد ولایت د سویل لویدیځ شپږو ولسوالیو د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د وضعیت د څیړلو او د معلوماتو راټولولو په موخه یادو ولسوالیو ته سفر وکړ او د نوموړو ولسوالیو د هغو کلیو له قومی مشرانو او اوسیدونکو سره، چې د وچکالیو له امله زیانمن شوې دي، په لیدنو کې یې د کرنیزو ځمکو او څښاک پاکو اوبو د کمښت په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د دغو ناستو په ترڅ کې د غور ولایت د پورتني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس د یادو ولسوالیو اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ، چې ددوی ستونزې به د افغانستان اسلامي امارت له مسؤلینو سره شریکې کړي او همدارنګه به هڅه وکړي چې د اړوندو ادارو سره په همغږۍ نوموړې ستونزې هواري کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu