د غور ولایت په تولک او پسابند ولسوالیو کې د دوو چکډمونو پروژې بشپړې او د چهارسدې ولسوالي د یو بل چکډم پروژې کار پیل شو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۵:۵۸
1

په تولک ولسوالي کې د طهاب چکډم پروژه، په پسابند ولسوالي کې د نورک چکډم پروژه او په چهارسدې ولسوالي کې د ده حاجي چکډم چې د اوبو او انرژي وزارت د پراختیایي بودجې له لوري د ۱۳ میلیونو ۷ لکو ۸۸ زره ۵۷۱ افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې بشپړې او د یوې پروژې کار پیل شو.

د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د غور سیندیزې فرعي حوزې رئیس الحاج ملا رحمت الله آماني، د ولایت مقام استازی، ولسوالانو، د تطبیق کوونکو شرکتونو استازو او ځایي مشرانو شتتون درلود.

د غور سیندیزې فرعي حوزې رئیس د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې د اوبو د اهمیت په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د یادو پروژو د رغولو موخه د سېلابونو کنترول او د هغوی د زیانونو کموالی، د موسمي اوبو ټولول او د ځمکې لاندې اوبو تغذیه کول دي.

د یادولو وړ ده چې د تولک طهاب چکډم د ۱۲۰۰۰ مترمکعبه اوبو ذخیروي ظرفیت، د پسابند نورک چکډم د ۱۵۰۰۰ مترمکعبه اوبو ‌‌ذخیروي ظرفیت او د چهارسدې ده حاجي چکډم د ۱۳۵۰۰ مترمکعبه اوبو ذخیروي ظرفیت لري او د دغو پروژو په پلي کولو سره سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او زرګونه کورنۍ د نوموړو پروژو څخه برخمن کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۱۹
Background image

په لغمان ولایت کې د استنادي دېوالونو دوه پروژې د څه باندې ۱۸۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۴۴۸/۳/۲۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۹ هـ.ل

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالي کې د عزیزخان‌کڅ او زیړانیو استنادي دېوالونو پروژې د څه باندې ۱۸۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

په بغلان ولایت کې د یوه چکډیم او حوض جوړولو چارې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۳/۲۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۸ هـ.ل

د بغلان ولایت د دهنه‌غوري ولسوالي اړوند د چوتقه‌سای په سیمه کې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه چکډیم او حوض جوړولو چارې پيل شوې.

یاد چکډیم د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۸
Background image

په فاریاب ولایت کې د دوو چکډیمونو پروژو چارې د څه باندې ۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۴ هـ ل

د فاریاب ولایت په چهلګزي ولسوالي کې د چهلګزي چکډیم پروژه د څه باندې ۳۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت او د خیبر چکډیم پروژه په خیبر ولسوالي کې د څه. . .

بیرته تګ

User account menu