د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست کې د سیندونو د حریم او بستر ټاکلو په موخه لومړنۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۴۱
faryab

د سیندونو د حریم او بستر ټاکلو لومړنۍ ناسته د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئيس الحاج مولوي محي الدین مبارز تر مشري لاندې د ولایتي کمېټې د غړو په شتون کې د امیر المومنین حفظه الله د حکم او د اقتصادي چارو کمېسیون د مصوبې پر بنسټ ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئيس د سیندونو د حریم او بستر د ارزښت او له ککړتیا څخه د نوموړو سرچینو د مخنیوي په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل او د کمېټې غړو د قوانینو، مقررو او د اړوندو ادارو د مسؤلیتونو سره سم د نوموړې موضوع په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او اړین تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۳
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال د ویجاړې شوې برخې د بیارغونې چارې د څه باندې ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز اړوند په ګبري سیمه کې د پاچاجوی کانال د ویجاړې شوې برخې د بیارغونې چارې د ۹۰ زره او ۴۴ آمریکایي ډالرو په لګښت د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس د کندز ولایت د نهه ولسوالیو له میر آب باشانو او د اوبو د مهار له مسؤلینو سره د اوبو د اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې

د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د کندز ولایت د نهه ولسوالیو له میر آب باشانو او د اوبو د مهار له مسؤلینو سره وکتل او په دغه ولایت کې د اوبو د عادلانه وېش، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۱۵
Background image

د هرات ولایت په صنعتي پارک کې د باران اوبو ۱۶کړۍ جذبي څاګانې وکېندل شوې

د هریرود مرغاب عمومي حوزوي ریاست او د هرات د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو د هڅو او کوښښونو پر بنسټ، د باران اوبو جذبي څاګانو د کېندلو طرحې د پلي کولو په موخه، د هرات ولایت په صنعتي. . .

بیرته تګ

User account menu