د قوشتیپې کانال د لومړي فاز د دوهمې برخې(لاټ) د ودانیو د قرارداد د څېړلو په هکله ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۴:۵۷
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت د مقام سلاکار محترم عزیزالرحمن رحماني او د ټولګټو او اوبو او انرژي وزارتونو او یو شمېر نورو اړوندو ادارو د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اړوندو وزارتونو او ادارو تخنیکي مسؤلینو د قوشتیپې کانال د لومړي فاز د دوهمې برخې د ودانیو د قرارداد د څېړلو د بېلابېلو برخو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د اوبو محترم معین په دغه ناسته کې د نوموړې پروژې د لومړي فاز د دوهمې برخې د ودانیو د قرارداد د څېړلو په هکله د تخنیکي مسؤلینو د اندونو او وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې او پرېکړه یې وکړه، چې دغه موضوع دې په راتلونکي اونۍ کې د اړوندو وزارتونو او ادارو د مسؤلینو په شتون کې په یوه ناسته کې د اړینو تصمیمونو د نیولو په موخه په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu