د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس د قرغه یې هایدرولوژي اسټیشن څخه لیدنه وکړه
د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټیم د قرغه یې هایدرولوژي اسټیشن څخه لیدنه ترسره کړه او د یاد اسټیشن د کارمندانو ستونزې یې واوریدلې.
د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یاد اسټیشن کارمندانو ته د چارو د غوره ترسره کولو په پار لازمې لارښوونې وکړې او د هغوی د ستونزو د هوارولو ډاډ یې ورکړ.
