د لغمان ولایت د شاهي کانال د بیارغونې پروژې وضعیت بیا کتلو لپاره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۷ - ۱۲:۵۶
123

د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئيس انجینر خان محمد تکل په مشرۍ د لغمان ولایت د شاهي کانال بیارغونې پروژې وضعیت بیا کتلو لپاره د همغږۍ جلسه چې د يادې ادارې تخنیکي مرستيال، انجینر احمد ويس بصيري، د لغمان ولايت والي محمد اصف ننګ، په ولسي جرګه کې د لغمان ولایت استازی جنرال عبدالمنیر تره خيل، يو شمېر رئيسانو، انجینرانو او د قراردادي شرکت مسؤلينو ګډون درلود تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئیس د شاهي کانال پروژې د ارزښت يادولو تر څنګ له قراردادي شرکت څخه جدی وغوښتل چې ژر تر ژره دې د دغه پروژې عملي چارې پيل کړي.

ښاغلي تکل ډاډ ورکړ چې د پروژې د کار په جریان کې که هر ډول تخنیکي، حقوقي او مالي ستونزې پيدا کیژی د اوبو د چارو د تنظيم ملي اداره به یې د لغمان ولايت د مقام په همکارۍ به حل کیژی.

همدارنګه د لغمان والي د ستونزو د حل او د پروژې د چارو دګړنديتوب په موخه د ولايتي کمېټو د جوړېدو خبر ورکړ او د هر ډول امنيتي او حقوقي ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

د شاهي کانال چې د لغمان ولايت په علينګار ولسوالۍ کې موقعیت لري؛ د رغېدو وروسته به دغه کانال 5 زره هکټاره کرنيزه ځمکه خړوبوي چې په زرګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu