د لغمان ولایت د نهر کریم د اوبو د ګټې اخیستونکو ستونزې د لغمان د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره شریکې شوې
د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د قرغیو له ولسوال محترم قاري زاهدالله فاتح سره وکتل او د نهرکریم د اوبو د ګټې اخیستونکو د ستونزو د هوارولو او د نوموړي نهر د حدودو د ټاکلو په هکله خبرې، اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې، ښاغلی راشدي وویل چې د نهر کریم د اوبو د ګټې اخیستونکو ستونزو ته به رسیدګي وشي او د نوموړي نهر د حدودو د ټاکلو په موخه به ډېر ژر یو ټیم سیمې ته ولېږي او د حدودو تر ټاکلو وروسته به یې له غاصبینو څخه د بېرته نیولو په موخه اړین اقدامات ترسره شي.