د لغمان ښیرازۍ لپاره ستر ګامونه واخیستل شول

hafiz_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۹ - ۱۵:۴۵
16

نن ورځ د لغمان ولایت علیشنګ او دولت شاه ولسوالیوته  دلغمان والی او ځايي مسئولینود څلورو پروژو افتتاح په مناسبت یادو ولسوالیو ته سفر درلود د لغمان سیندیزي فرعي حوزې په همکارۍ او د خوړو د نړیوال سازمان (WFP) په مالي لګښت او د (ABM) موسېسي په مرسته کارونه عملا پیل شول.

د یادی پروژې افتیتاحېه مراسمو لپاره د لغمان والي قاري زین العابدین په مشري سینديزي فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان (راشیدي) ,د انجینري خدمتونو آمر احسان الله سهاک, د پروژو نظارت انجینر بصیر نیازي , د مالي او اداري عمومي مدیر سجاخان قلم دوست ,منابع آب آمر انجینر بریالي عبدالرحیمزی او د (ABM) موسېسي مسؤلین ، قومي مشرانو په شتون کې نن ورځ رسمآ افتتاح او کارونه یې عملا پیل شول.

په علیشنګ ولسوالی کې شمس خیل او قلعه نجیل همدارنګه دولت شاه ولسوالی کې لمبړي او ملنګ کړي پروژي منظور شوي وي چې په یادو پروژو کې د سربندونو په شمول محافظوي دیوالونه ، د کانال پاککاري او سیفون شتون درلود

د یادوني وړ ده چې یاد پروژې به هر یوه شپږ میاشتي کاري وخت ولري او سل ګونه ځوانانو ته به د کار کولو فرصت برابر شي ، اوپه بشپړیدو سره به زر ګونه هکتاره ځمکه خړوبه ، دوه فصله او نوې ابادی شي.

د علیشنګ په ارضی کې د شمس خیل کلۍ پروژه به 30m سربند ولري او 111m د کانال محافظوي دیوال 3,8kmد کانال پاک کاري او په یاده پروژه کې به 130 کار کونکي به کار کوي او شپږ میاشتو په موده کې به د یادې پروژې کارونه بشپړ شی.

قلعه نجیل پروژه به 220m د کانال محافظوي دیوال 50m سیفون او 2km د کانال پاک کاري په شمول شپږ میاشتي کاري موده ولري په یاده پروژه کې به هم 115تنه هېواد وال په کار مصروف شی او شاوخوا 700 هکتاره ځمکه به ور سره خړوبه او دوه فصله شی.

په دولت شاه ولسوالی کې لمبړي کلۍ لپاره پروژه به 63 متر محافظوی دیوال , 22m سربند ، 2,7 کیلو متر د کانال پاک کاري ولري چې

په یاده پروژه کې به 135 کاریګره روزمره شپږ میاشتي لپاره کار کوي او په نتیجه کې به 200 هکتاره ځمکه خړوبه شي.

په یاد ولسوالی کې بله ملنګ کړی پروژه ده چې Km 4 دکانال پاک کاری تر څنګ ځني نوري برخي به هم ولري چې شاوخوا 100نفرو کاریګرو ته به د شپږ میاشتو لپاره د کار کولو فرصت مهیه شي چې ور سره به شاوخوا 150هکتاره ځمکه خړوبه شي.

د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ د لغمان مرکز اړوند یو ستره پروژه هم افتیتاح شوي وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu