د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم په لوګر ولایت کې د بند د جوړېدو لپاره د آب بازک له سیمې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۴:۳۷
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالي د آب بازک له سیمې څخه له نږدې لیدنه وکړه  او د ذخیروي بند د جوړېدو په موخه یې مشاهداتي سروې ترسره کړه.

د دغې سیمې اوسیدونکو څه موده وړاندې د اوبو او انرژي وزارت رهبري ته په نوموړې سیمه کې د اوبو ذخیره کولو کوچني بند د جوړېدو غوښتنلیک وړاندې کړی وو او د وزارت د رهبري مقام حکم یې هم تر لاسه کړی دی.

په نوموړې سیمه کې د ذخیروي بند د جوړېدو په موخه د میرو کلي چکډم، د تاڼه کول لومړی، دوهم او دریم لاټ(برخې)، د آخند خیلو کلي د آخند کاریز او د پنامې چکډم سیمې په ګوته شوې او تخنیکي سروې به یې هم ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu