د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د FAO موسسې له ولایتي مسؤل سره د اوبو د مدیریت په برخه کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو په هکله د همغږي ناسته ترسره کړه
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي حاجي عمراخان صدیقي د FAO موسسې له ولایتي مسؤل ښاغلي انجنیر افضل سره په لوګر ولایت کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو په موخه د همغږي ناست ترسره کړه.
په یاده لیدنه کې، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یادې موسسې له مسؤل سره په لوګر ولایت کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
د یادې ناستې په پای کې دواړو لورو د ګډې همکاري او همغږي په رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ.
