د لیژې ذخیروي بند پروژې چارې شاوخوا 10 سلنه او د ارخېلو ـ کچاخېلو کانال پروژې چارې شاوخوا 8 سلنه ترسره شوې دي

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۰:۰
1

د شمل خرم فرعي سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم د ګربزو ولسوالي اړوند د لېژې کوچني ذخیروي بند او د اسماعیل خیلو مندوزیو ولسوالي اړوند د ارخېلو ـ کچاخېلو کانال د پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

د لیژې ذخیروي بند پروژې چارې شاوخوا 10 سلنه سرته رسیدلې دي همدارنګه د ارخیلو ـ کچاخیلو کانال پروژې چارې شاوخوا 8 سلنه ترسره شوې دي او د تخنیکي ټیم له لوري د چارو په ښه کیفیت سره د ترسره کولو په موخه د ساحې انجنیرانو ته اړینې لارښوونې وشوې.

د یادونې وړ ده چې د ګربزو ولسوالي د لیژې ذخیروی بند چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت او د ارخېلو ـ کچاخېلو کانال پروژې چارې د اېف، اې، او نړیوالې مؤسسې په مالي لګښت ترسره کيږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu