د مرګ په یاد لرلو او د هېرولو د خطرونو  د ارزښت په هکله د دعوت او ارشاد ریاست اصلاحي بیانیه وړاندې شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۳:۴۸
1

دغه بیانیه د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن له لوري د دغه وزارت د غونډو په عمومي تالار کې د ګڼ شمېر کارمندانو په شتون کې وړاندې شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس په دغه بیانیه کې وویل، چې د مرګ په یاد لرل انسان د ښو اعمالو ترسره کولو ته هڅوي او انسان دې ته اړ باسي چې له ناوړه اعمالو څخه ډډه وکړي.

ښاغلي مولوي عارف په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د انسان دنیوي ژوند هغه وخت ارزښت لري، چې د خدای(ج) د رضا د ترلاسه کولو لپاره د ښو او رښتینو اعمالو په ترسره کولو کې تېر شي؛ ځکه چې دنیا د انسان د آخرت لپاره د نېکمرغي وسیله ده.

ده په خپلو خبرو کې ګډونوال اخلاص او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه د فرامینو رعایت ته وهڅول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu