د ملي پراختیا شرکت اړوندو پروژو څخه د څو سترو پروژو قراردادونه تر څېړنې لاندې ونیول شول

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۶:۵۵
1

د سترو پروژو  د قراردادونو د څېړلو د تېرو ناستو په دوام کې، دغه ناسته هم د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د ټولګټو وزارت معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح، د کليو پراختیا وزارت معین محترم مولوي شرف الدین، د چارو ادارې عمومي ریاست د ملي تدارکاتو مرستیال محترم  شیخ عبدالرحیم رحیمي او د یو شمېر نورو وزارتونو او اړوندو ادارو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د کابل سیند د پاکاري او تحکیماتو د لومړۍ برخې پروژه، د تاج بیګ ماڼۍ د بیارغونې پروژه، د کابل ښار د اوبو د مدیریت پروژه،  په فراه ولایت کې د اوبو بند د جوړولو او د نوي کانال د کېندلو پروژه او د ملي پراختیا شرکت اړوند یو شمېر نورې سترې پروژې تر مطالعې او څېړنې لاندې ونیول شوې.

د ناستې په بهیر کې، د هر قرارداد په هکله په مفصله توګه بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړینې پرېکړې وشوې، ترڅو د اقتصادي محترم کمېسیون سره شریکې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu