د ملي پراختیا شرکت له اړوندو پروژو څخه د ۳۱ سترو پروژو قراردادونه او د ټولګټو وزرات د يوې پروژې قرارداد و څېړل شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۷:۳۱
1

د سترو قراردادونو د تېرو ناستو د لړۍ په دوام کې، دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د ټولګټو وزارت معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح، د کلیو پراختیا وزارت دپلان او پالیسي عمومي رئيس، د اقتصاد وزارت مسلکي معین محترم ډاکټر عبداللطیف نظري، د چارو ادارې عمومي ریاست د ملي تدارکاتو مرستیال محترم شیخ عبدالرحیم رحیمي او د یو شمېر نورو اړوندو ادارو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د ملي پراختیا شرکت د ۳۱ سترو ټولګټو پروژو قراردادونه چې د دولتي ودانیو د بیا جوړونې او جوړونې، جوماتونو، د اوبو لګولو او برېښنا د تولید بندونو، د اوبو لګولو کانالونو، د سړک د ودانیو او نورې ټولګتې پروژې شاملې وي او همدارنګه د ټولګټو وزارت یوه پروژه تر څېړنې او مطالعې لاندې ونیول شوه.

د ناستې په بهیر کې د هر قرارداد په هکله په بشپړه او مفصله توګه بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه او اړینې پرېکړې وشوې؛ ترڅو له اقتصادي کمېسیون سره شریک شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu