د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر له رئيس سره د اقلیمي بدلونونو او د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په هکله خبرې، اترې وشوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۱۲:۲۸
1

 د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر له رئيس محترم احمد یما فکران سره د اقلیمي بدلونونو، د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت او د اوبو په برخه کې د خلکو ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي مبارز د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت او د بندونو د اوسني وضعیت د څرنګوالي، د ژورو او نیمه ژورو خپل سرو څاګانو د کېندلو د مخنیوي په هکله د معلوماتو د شریکولو ترڅنګ له نوموړي سازمان څخه د اوبو پراختیایي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۳:۳۸
Background image

بامیان ولایت کې ۱۲ پایې سټیشنونه وڅېړل شول

د بامیان د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو په هغه ولایت کې ۱۲ پایې سټیشنونه چې پکې ۸ پایې هایدرولوژي او ۴ پایي د واورو ارزونې دي، وڅېړل.

همدارنګه، د نوموړي ریاست مسؤلینو له هغو سټیشنونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۲۰
Background image

تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت پروژې د اتم لاټ چارې ۸۳ سلنه پرمخ تللې دي

د آمو  سيند څنډو د ټينګښت رئيس محترم مولوي وکيل احمد نقي د دغه ریاست د انجنيري ټيم په ملتيا د تخار ولايت په درقد ولسوالي کې د آمو سيند څنډو د ټينګښت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۰:۱۶
Background image

فاریاب ولایت کې د ینګي زرغوی هایدرومیتیورولوژیکي سټیشن د استنادي دېوال جوړولو چارې 65 سلنه پرمخ تللې دي

د شمال عمومي حوزوي ریاست څارنیز ټیم د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست له مسؤلینو سره په همغږي د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالي کې د ینګي زرغوي هایدرومیتیورولوژيکي سټیشن د استنادي دېوال. . .

بیرته تګ

User account menu