د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیا برنامې له ولایتي مسؤل سره په کاپیسا ولایت کې د اوبو پروژو د پلي کولو په هکله خبرې، اترې وشوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۹:۲۶
1

د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار محترم انجنیر نوید کاکړ د ملګرو ملتونو د پراختیا برنامې له ولایتي مسؤل محترم غلام مرتضی خاشع سره لیدنه وکړه او په کاپیسا ولایت کې د اوبو پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې د یاد سازمان له لوري د نوموړې حوزې په همغږۍ سره د اوبو سرچینو د څلورو پروژو، د خواجه کانال د بازو، په تګاب ولسوالي کې د تورې کلا د کانال او د فیروز خېلو کانال او د ملا د کلا د پلچکې د بیارغونې پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه په دغه لیدنه کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیا برنامې له لوري د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې په هغمږۍ سره د اوبو سرچینو د ۱۰ نورو پروژو د پلي کولو په تړاو چې د سیند د څنډو د تحکیماتو او د اوبو لګولو کانالونه پکې شامل دي هم خبرې، اترې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

هرات ولایت کې د پاشدان بند بشپړ له اوبو ډک او پرچاو شو

د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي د پاشدان بند له کاسې څخه چې له اوبو بشپړ ډک او پرچاو شوی، لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې  د پاشدان بند اضافې اوبه، چې حجم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۴
Background image

لوګر ولایت کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره شوه

د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره کړه.

نوموړی چکډم په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې جوړ او ګټې اخیستنې سپارل شوی، چې د. . .

بیرته تګ

User account menu