د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د تنګي غارو او نغلو کېبلوې د هایدرولوژي سټېشنونو څخه لیدنه وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۰:۷
1

د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د تنګي غارو او نغلو کېبلوې د هایدرولوژي سټېشنونو د نورمال فعالیت په موخه د یادو سټېشنونو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي تخنیکي ټیم د کابل سیند د اوبو د جریان اندازه د تېزین سیند د سټاف ګېچ په ساحه کې ترسره کړه او د سیندونو له دریو برخو څخه د اوبو د معلقو رسوباتو معلومولو په موخه د اوبو سمپل واخیستل شو او د سټېشنونو مامورینو او ساتونکو ته د نوموړو سټېشنونو د حفظ او مراقبت په برخه کې لازمې لارښوونې وشوې.

همدارنګه د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس مولوي نورالله حکمت او ورسره مل تخنیکي ټیم د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالي د غازي بند د رسوباتو د پاکاري له بهیر څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسؤولینو ته یې د چارو د چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu