د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالي کې د ١١ سوه متره په اوږدوالي د اوبو کانال د جوړولو چارې پیل شوې.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۹:۲۲
1

د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالي کې د اوبو کانال د رغولو چارې پیل شوې

یاد کانال د اېف، اې، او مؤسسې په مالي لګښت د میدان وردګ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د ٩١ زره ۶۷۵ امریکایي ډالرو په لګښت جوړېږي، چې زرګونه جریبه ځمکه به خړوبه کړي.

د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د میدان وردګ سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي عبدالصمد حلیم، د ولایت مقام د دفتر رئيس مفتي ضابط حارث، د اقتصاد رئيس مولوي عبدالحکيم حامد، د جغتو ولسوال مولوي بهرام ګل حنفي او ګڼ شمېر سیمه اییزو خلکو ګډون کړی وو.

یادو چارواکو دغه شان پروژې د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره اغیزمنې وبللې او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې ګڼ شمېر لویې او وړې پروژې پلي شوي چې زرګونه خلک پکې په کار بوخت دي.

د یادولو وړ ده چې تېره اونۍ د یاد ولایت د سید آباد ولسوالي په تنګي دره کې د استنادي دېوال د جوړېدو لویې پروژې د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

هرات ولایت کې د پاشدان بند بشپړ له اوبو ډک او پرچاو شو

د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي د پاشدان بند له کاسې څخه چې له اوبو بشپړ ډک او پرچاو شوی، لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې  د پاشدان بند اضافې اوبه، چې حجم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۴
Background image

لوګر ولایت کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره شوه

د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره کړه.

نوموړی چکډم په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې جوړ او ګټې اخیستنې سپارل شوی، چې د. . .

بیرته تګ

User account menu