د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د غنمو په مقابل کې د کار پروژې تطبیق.
د دې پروژې په تطبیق سره د یادې ولسوالۍ د اوبو لګونې کانالونه پاک شوي او د کار په مقابل کې د یادې ولسوالۍ خلکو ته غنم توزیع شول.
د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې یو شمیر مسؤلینو د دې پروژې د تطبیق له جریان څخه لیدنه ترسره کړې ده، او کارکوونکو ته د غنمو توزیع پروسه هم تطبیق کړې ده.
د یادونې وړه ده چې د دایمیر داد ولسوالۍ اوسېدونکو د دې پروګرام له تطبیق څخه خوښي او رضایت ښکاره کړی دی.
