د میدان ښار سیندیزې حوزی ادارې او تخنیکي جلسه ترسره شوه
دا جلسه د میدان ښار سیندیزې حوزې ریاست رئیس ښاغلي انجنیر محمد اسماعیل عمار تر ریاست لاندې د یادې حوزې د تخنیکي او ادارې کارمندانو په ګډون ترسره شوه.
په دې جلسه کې چې د قران کریم مبارکو ایتونو په تلاوت سره شروع په مختلفو ادارې او تخنیکي موضوعاتو بحث او نظرونو تبادله وشوه، او د شته ستونزو د حل په موخه لازم تصمیمونه ونیول شول.
د میدان ښار سیدیزې فرعي حوزې رئیس ښاغلي انجنیر محمد اسماعیل عمار د جلسې په جریان کې خپلو کارمندانو ته د هغوئ د راپورونو له اوریدو وروسته د شته ستونزو د حل او چارو د ګړندیتوب په موخه لازم هدایات ورکړه.
د اوبو او انرژي وزارت
