د میدان ښار فرعي سیندیزې حوزې نوی ټاکل شوی رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۱۰:۴۰
1

د میدان ښار فرعي سیندیزې حوزې نوی ټاکل شوی رئيس ښاغلي مولوي عبدالصمد حلیم د یوې غونډې په ترڅ کې د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال او د اوبو او انرژي وزارت د اوبولګولو، اوبو رسولو او کانالیزسیون رئيس ښاغلي انجنیر محمد اسماعیل عمار  له خوا د دې وزارت د یو شمېر نورو مسؤلینو په ګډون همکارانو ته ور وپېژندل شو.

یاده دې وي چې ښاغلي مولوي صاحب عبدالصمد حلیم د ا.ا.ا په تېره دوره کې د کابل د نړیوال هوایي ډګر د ګمرګ درئيس او د کابل ګمرګ د صادراتو د رئيس په توګه دندې ترسره کړې دي. دغه راز د ناټو د اشغال په کلونو کې نوموړي د شهید مولوي صاحب نصرالله منصور د دارالحفاظ د مهتمم او د شهید منصور صاحب د جامع جومات د خطیب او د زرمت ولسوالي د فقهي مجلس د غړي په حیث او د ولس په منځ کې د جزایي او حقوقي مسایلو د حل او فصل په برخه کې د یوه دیني عالم او مصلح په توګه خدمتونه ترسره کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu