د نرخ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د کانالونو او کاریزونو د بیارغونې او پاکولو څلور پروژې پیل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۹ - ۱۵:۳۵
1

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند د غوزبې، کانعزت، قعله شادي کانالونه او د سرکې کاریز چې تېر کال د ډېرو اورښتونو او سېلابونو له کبله تخریب او بند شوي ؤ، نن یې د بیارغونې او پاکولو په موخه د کار په بدل کې د خوراک پرګرام له مخې کارونه پیل شول.

د یادو پروژو د کارونو د پیل پرمهال د ولایت والي حافظ محمد امین عمري وویل: دغه ولایت یو کرنیز ولایت دی، ولایتي اداره هڅې کوي، د کرنې او سیندیزې حوزې له مسؤلینو سره په ګډه په میدان وردګ ولایت کې د بزګرانو ستونزې حل او کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو په برخه کې ذخیره وي بندونه د جوړولو پروژې پیل کړو.

په ورته وخت کې د سیندیزې حوزې رییس انجینر اسماعیل عمار مموزي وویل: د دغه څلورو پروژو لپاره د ولایتي ادارې په ځانګړې لارښوونه (۲۶) ټنه غنم ځانګړي شوي چې شا او خوا (۳۰۰) خلکو ته به د کار زمینه برابره شي، چې هر کارکوونکي ته به د ورځې (۱۰) کیلو ګرامه غنم ورکول کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۱۵
Background image

د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه ترسره شوه

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۱۲
Background image

د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه ترسره شوه

د هریرود – مرغاب عمومي سیندیزې حوزې مسؤلینو د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وکړه او کروندګرو ته یې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په موخه اړینې لارښوونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۸
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې د حشر له لارې د سیمې د ځمکوالو او کروندګرو له لورې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په همغږي سره پيل شوې.

د. . .

بیرته تګ

User account menu